دا پوښتنلیک د هغو خلکو لپاره دی چې له ترکیې څخه اروپا ته تللي او غواړي چې خپل تجربې چې په پوله کې لري/یا هم درلودلی، شریکه کړي. موږ غواړو د هغو تاوتریخوالی په ډولونو باندې ښه پوه شو کله چې خلک د یونان خاورې ته د ننوتلو هڅه به وخت مجبوراً دزغملو لپاره اړ شوې او یا هم په سترګو لیدلې. ستاسو د ځوابونو له لارې راټول شوي معلومات به د پالیسیو او ټګلارو د بدلونو لپاره پلي او وکارول شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې خلک کولی شي په خوندي ډول پناه ته لاسرسی ومومي. دا پوښتنلیک باید یوازې د ۱۶ کلنو د پورته عمر لرونکو اشخاصو لخوا بشپړ شي. هغه محتويات چې تاسو یې لولئ ممکن د پوښتنو ځوابونو پر مهال فکر ته اړ شئ چې کولی شي تاسو تیرې تجربې بیرته را ژوندې کړي او د ستونزو نه ډک احساسات بیرته تازه کړي. نو مهرباني وکړئ په ډیر ځیر سره په پام کې ونیسئ چې آیا تاسو د پوښتنو ځوابونو لپاره چمتو او راحت یېې.
هغه معلومات چې تاسو یې شریک کوئ بې نومه او محرم دي. ستاسو اړونده شخصي معلومات ثبت شوي ندي. مهرباني وکړئ ټولو پوښتنو ته د خپلې وړتیا سره سم ځواب ورکړئ. ارزونه به نږدې ۱۵-۲۰ دقیقې وخت ونیسي. په دې ارزونه کې په ګډون کولو سره تاسو ته مستقیمه کوم ګټه نه رسیږي او ستاسو ګډون په رضا کاره بڼه دی. تاسو ممکن د هرې پوښتنې ځواب ورکولو څخه انکار وکړئ یا په هر وخت مو چې زړه يي ، پوښتنلیک ځوابول ودروئ. موږ ستاسو د وخت او نظرنو د شریک کولو لپاره دمخه منندوی یو.
که تاسو د دې پوښتنلیک له ځوابولو وروسته ملاتړ ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د FAR د مرستې غوښتنې فورمې ته مراجعه وکړئ یا زموږ د خدماتو نقشه وګورئ که تاسو په بلغاریا کې یاست.
دلته دا سروې ده:
- سومالیایی: https://ee-eu.kobotoolbox.org/single/HdgsiX6E
- اردو: https://ee.humanitarianresponse.info/single/HjcGiTUi
- فرانسوي: https://ee.humanitarianresponse.info/single/L9Nqsys3
- فارسی: https://ee.humanitarianresponse.info/single/L9Nqsys3
- عربی: https://ee.humanitarianresponse.info/single/OwGwLxQN
- پښتو: https://ee.humanitarianresponse.info/single/IGsQ1UQ0
- انګلیسی: https://ee.humanitarianresponse.info/single/pzqTSvA5
-
- Log in to post comments