بنسټ «سینټ نیکولاس وندروورکر- Wonderworker» – د فکري معلولیت لرونکو کسانو لپاره د باعزته او خپلواکه ژوند لپاره

دا بنسټ د ورته فکر لرونکو اشخاصو لپاره یوه اداره ده چې په ځانګړي ډول د فکري معلولیت لرونکو خلکو او د هغوی د کورنیو په اړه مسلو باندې کار کوي.

خدمات:

- معلومات
- مشورې ورکول
- د حقونو دفاع کول
- منځګړیتوب
- ټولنیز متشبثیت او نور

ټولنیز تشبث "ښکلی باغ"
ټولنیز تشبث «ښکلی باغ» د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. د ننوتلو په دروازه کې، یو سټند شته چې پکې د فصل له مخې سبزیجات او ګلونه پلورل کېږي چې دا د فکري معلولیت لرونکو ځوانانو له خوا تولید شوي دي.
د کاری ساعتونه: د سهار له 08:00 بجو څخه تر ماښام 18:00 بجو پوری، له دوشنبې تر شنبې پورې. دغه تشبث یو کوچنی پلورنځی هم لري چې د «نزاویسیماست» کوڅې په 3 مه پلازه کې موقعیت لري او د سهار له 09:00 بجو څخه تر ماښام 18:00 بجو پورې خلاص وي.

اړینی لاسته‌ راوړنې
د 2004 کال راهیسې، دا بنسټ د بلغاریا د فکري معلولیت لرونکو کسانو د اتحادیې (BALIZ) غړی دی. دغه بنسټ په بلغاریا کې د بدیل پاملرنې لومړنی ازمایښتي ماډل جوړ کړ او یو د ځان وکالت  ګروپ یې رامنځته کړ، چې د ملي ځان‌ وکیلانو پلاتفورم برخه ده. بنسټ په دې هم بریالی شو چې په بلغاریا کې د لومړي ځل لپاره د قانوني بې‌وسۍ پرېکړې ختمې کړي، چې دا یو تاریخي ګام وه او د 2006 کال په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شو. د 2019 کال راهیسې، بنسټ یو له بریالیو ټولنیزو تشبثاتو څخه پرمخ بیايي، او له 2013 راهیسې یې د ټولنیز خدمت «خپلواکه ژوند» لومړنی ماډل پیل کړی دی.

دا بنسټ لا هم د فکري معلولیت لرونکو کسانو او د دوی د کورنیو د حقونو څخه ساتنه او ملاتړ کوي.

  • 43.5612573363, 27.841001881005

  • ГРАД
  • CITY
    Добрич
  • پته
    شمیره 35، د سوخا ریکا سړک.
    شمیره 3، د نزاویسمیست سړک.
  • په محلي ژبه پته
    ул. "Суха река" № 35
    ул. "Независимост" №3
  • ټیلیفون
    +359 898 593 598
  • ځایونه
    • د لیدنې ساعتونه
  • د خدمت ډول
  • د لیدنې ساعتونه
    دوشنبه
    09:00 am ~ 18:00 pm
    سه شنبه
    09:00 am ~ 18:00 pm
    چهارشنبه
    09:00 am ~ 18:00 pm
    پنجشنبه
    09:00 am ~ 18:00 pm
    جمعه
    09:00 am ~ 18:00 pm