د بلغاریا د کډوالو د ښځو شورا ټولنه کډوالو، پناه غوښتونکو، هغو کسانو ته چې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی، د لنډمهالي خوندیتوب لرونکو اشخاصو او همدارنګه د کډوالو له خوا رهبري کېدونکو سازمانونو ته هراړخیز ملاتړ او خدمتونه وړاندې کوي.

زموږ فعالیتونه د ټولنیز ادغام، پر ځان بسیاینې (ځان بساینې) او په عامه ژوند کې د کډوالو د فعال ګډون د ودې لپاره متمرکز دي.

د اړتیاوو ارزونه او تحلیل

موږ د کډوالو او پناه غوښتونکو د اړتیاوو ارزونه او مطالعات ترسره کوو ترڅو هغه مهمې ننګونې وپیژنو چې د دوی ادغام او خدماتو ته لاسرسی اغیزمنوي.